د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د امریکا بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن د جولای په  ۱۹ مه پخوا له دې چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته راشي او د کابل په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي ، پاکستان کې د پي ټي وي  دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي و : زه باور لرم ، چې بن لادن په پاکستان کې پټ دی او دا به ډېر ښه خبر وي چې ونیول شي .

همدارنګه د می میاشتې په پای کې د امریکا د مرکزي استخباراتو لوی رېېس لیون بانیتا هم ویلې و ، چې بن لادن پاکستان کې د خوندي استوګنځای څخه برخمن دی .

 یوازې څو ورځې مخکې د ناټو لوی ویاند جنرال بلاتز ویلي و « زموږ له استخباراتي مالوماتو سره سم په ډاډ سره ویلی شم چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاكستان كې پټ دی.»

خو د چارشنبه په ورځ د جولای په ۲۱ مه د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني  په یوه خبري کنفرانس کې وویل :  د القاعده مشر بن لادین او د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر پاکستان کې نشته او دا په حقیقت کې د  امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن د خبرو په اړه د پاکستاني چارواکو  چټک غبرګون وو .

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني لوړپوړي چارواکي په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو او مشرانو په شتون منکریږي او د نړیوالو په سترګو کې له جامو سره یوځای ورننوځي .

د پاکستان ای ایس ای چې د امریکا استخباراتو لکه خپلې لورغوندې روزلې او پاللې اوس غواړې هر څه د خپل استاد CIA څخه  هم پټ کړي !

ښاغلی رضاګیلاني باید وپوهیږي چې د پاکستان ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو هم کله ناکله په شعوري او یا ناشعوري ډول ، په پاکستان کې د القاعده ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او مشرانو په شتون اعتراف کړي او دا هغه څه دي چې ..... په پلتۍ وهلو نه پټيږي ! ( ۱ )

د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د پاکستان د دوزخي سازمان ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل د یوه پاکستاني خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايي : پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي!

پروسږکال په جولای کې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس ، یو امریکايي تلویزیون سره خپله یوه مرکه کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ، د اسلامي ګوند د مشر ګل بدین ، ملا جلال الدین حقاني او ملا نذیر سره د پاکستان د پوځ له اړیکو څخه پرده پورته کړې او په ډاګه يي اعتراف کړي و چې داسې اړیکې شتون لري .

په همدې کال یوه بل پرمختګ کې نیویارک ټایمز لیکي و : « د امریکی مرستیال ولسمشر جوبايډن ویلي دي چې د القاعده مهم ځایونه په پاکستان کې دي نو ځکه زموږ په لومړیتوب کې پاکستان راځي . »

د پورته خبرو په ځواب کې پاکستاني مقاماتو او رسنیو ډېر ژر غبرګون ښودلی و . دوی بیله ځنډه وویل چې بن لادین د افغانستان په غزني کې پټ دی . چې روسته دا خبر هم په ډېره بیړه د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیس لخوا رد شوې وه .

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستان یو بل متقاعد جنرال اسلم بیګ د امریکې د نوې ستراتیژۍ او افغانستان ته د دېرش زرو سرتیرو د استولو په تړاو ویلي و : « شوروی در 1985 ، شش تیپ از کماندوهای زبده و بسیار حرفه ای خود را برای پیروزی در افغانستان به کابل اعزام کرد، اما ظرف یکسال مسکو رسماً از دولت اسلام آباد درخواست نمود تا راه خروج به آنها داده شود و ما برای دور ساختن این ننگ روسیه از مجاهدین خواستیم تا راه بازگشت را به آنها بدهند. »

دلته هم پاکستانی جنرال د جهاد په مهال یوازې د پنجاب په مټ خبرې کوي او لاپې وهي ، شورویانو ته د بیرته وتونلار دده په ګومان پنجاب چمتو کړه نه بل چا . نوموړی پخپلو خبرو کې وړاندې ځي او وايي :
« هیلاری کلینتون وزیر خارجه آمریکا مبنی بر اینکه القاعده در مناطق قبایلی دولت تشکیل داده است آنرا ادعای محض خواند و افزود: هیچگونه اردوگاه و یا پایگاه تروریستی القاعده در مناطق قبایلی، سوات ، باجور، دیر و وزیرستان وجود ندارد
و اصلاً امکان پذیر نیست.

وی گفت: اظهارات کلینتون در واقع موضع اوباما، گوردن براون و مان موهان سینگ و اشاره ای خطرناک برای پاکستان است. دولت باید با جرات و قاطعانه به آن پاسخ داده برای قطع اینگونه اتهامات هشدار دهد و اگر ندهد نیروهای مسلح این اخطار را خواهند داد که آمریکا، انگلیس و هند به عقل آیند و هرگونه حمله به پاکستان به شکست انجامیده و پشیمانی را همراه خواهد بود. »

دا چې افغانانو د خپل هیواد په کورنیو چارو کې د ترهګرو تر نوم لاندې د پاکستان په یرغل په وارو وارو اعتراض کړی ، هغه پاکستان بیخي په هیڅ شمیرلي . یوازې د کابل کنفرانس په درشل کې د هېواد امنیتي چارواکو درې ترهګري ډلې چې په پاکستان کې يي روزنه لیدلې ، ونیولي . همدارنګه  د کشمیر پر سر د هند نیوکې هم د پاکستان په سترګو کې څه نه ښکاري ! همدا نن په کشمیر کې د هند د امنیتي چارو پازوال ، د پاکستان په ملاتړ او ننګه د ترهګرو یرغل وغنده .

 له دې ټولو سربېره نن ، پاکستان د ترهګرو سره په مینه او یارانه کې د خپل پير استاد امریکې خبرې او نیوکې هم په ملنډو اخلي او په ګواښونو يي بدرګه کوي .

د کارغه سترګې له بازه نه شرمیږي                   او ګیدړ کړي پر زمري باندې ګواښونه

ارواښاد ملنګ جان       

په دې توګه د پېښو کرونولوژي ښۍ ، د پاکستان ټول واکمنان که هغه ملکي ، پوځي ، متقاعد او یا برحال دي له القاعده ، طالبانو او نورو ترهګرو څخه په ننګه او ملاتړ کې شریک دي .

پاکستان چې د ترهګرو مرکز دی ، په ترهګرۍ ژوندی دی او که د ترهګرو ملاتړ ور سره نه وي پاکستان به د نړۍ پر نښچه شتون ونلري !    

ځيني څرګندونې :

( ۱ ) : پس له تیزه پلتۍ وهل یو عامیانه اصطلاح ده ، په دې مانا هغه څه چې د ولس په منځ کې رسوا شي او ټول خلک پرې خبر شي، د هغې د پټولو هڅه ناشوني ده .

اخځونه :

ــ افغان جرمن انلاین او روهي بریښناپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۲۲ مه

 

 


July 23rd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی